د داوطلبۍ/مزایدې اعلان;

Publish Date
Closing Date
د ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د خپل ملکیت اړوند یو باب ګدام او شاو خوا ساحه یې، چې د څرخي پله سیمه کې موقعیت لري، په میاشتنۍ ډول د(۱۲۲۵۰۰) افغانیو په بدل کې په کرایه ورکړي.
اشخاص او د شرایطو وړ شرکتونه، چې پورتني جایداد ته اړتیا لري او د زیاتې کرایې ورکولو توان ولري، کولی شي خپل غوښتنلیکونه د دې اعلان د نشرېدو نیټې څخه تر ۲۱ ورځو پورې د ارزاقو امارتي شرکت د املاکو آمریت ته، چې د مرکزي سیلو ترڅنګ موقعیت لري وسپاري او د داوطلبۍ په ورځ دې حاضر واوسي.
ترتیب شوې شرطپاڼه د ټاکلي قیمت چې بېرته نه ورکول کیږي ترلاسه او تضمین نغداُ اخیستل کیږي.
د لاز یاتو معلوماتو لپاره غوښتونکي کولای شي، د لاندې شمېرې له لارې د ملکیتونو له آمریت سره په اړیکه کې شي.
۰۲۰-۲۵۱۰۶۴۹