د سرپل ولایت مقام د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس هڅې وستایلې
د سرپل ولایت مقام له لوري د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کړنې، هلې ځلې او خدمتونه وستایل شول او نوموړي ته په دې موخه ستاینلیک ورکړل شو.
ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې د اغېزمنې رهبرۍ او مدیریت له لارې په سرپل ولایت کې دولتي ادارو ته اړین خوراکي توکي پر ټاکلي وخت او د لوړ کیفیت په رعایتولو سره رسولي دي.
د یادو هڅو او خدمتونو د قدردانۍ په موخه، د سرپل ولایت مقام له لوري د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع ته ستاینلیک چمتو او د سرپل ولایت د ارزاقو لوی مدیر مولوي حکمت الله وحدت له لوري نوموړي ته د معنوي ډالۍ په توګه وسپارل شو.
په دغه ستاینلیک کې د شرکت د اجرائیوي رییس تر څنګ؛ د کارکوونکو نیک چلند، ژمنتیا او د غوره خدمتونو وړاندې کولو هڅې هم ستایل شوې دي.
همدارنګه، په دې ستاینلیک کې د شرکت اجرائیوي رییس او کارکوونکو ته په راتلونکي کې د لا زیاتو بریاوو او لاسته راوړنو هیله څرګنده شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ارزاقو امارتي شرکت کړنې او خدمتونه د اړوندو ادارو له لوري ستایل شوي دي.
