د پکتیا پوهنتون استادانو ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ ۱۴ قلمه خوراکي توکي د پکتیا پوهنتون مسافرو استادانو ته ولېږدول.
د پکتیا ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري په رالېږل شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د دې ولایت پوهنتون اړوند مسوول ته وسپارل شول.
د رالېږل شوي معلوماتو له مخې؛ په دغو خوراکي توکو کې ۸۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۴۹۰ کیلوګرامه مایع غوړي، ۲۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۲۰ کیلوګرامه نخود، ۶۰ کیلوګرامه د خوړو مالګه، ۱۵۰ کیلوګرامه بوره، ۳۶ کیلوګرامه رُب، ۹ کیلوګرامه شین چای، ۴۸۰ ګرامه د چای هیل، ۸.۱ ګرامه زیره، ۳ کیلوګرامه د قورمې مساله، ۲.۱ ګرامه کورکمن، ۸.۱ کیلوګرامه څلورګوني مساله او ۶ کیلوګرامه رنګ شیرین شامل دي. همداراز هغوی زیاته کړې، چې ۲۵ کیلوګرامه وچې شیدې د پوهنتون تدریسي روغتون ته هم لېږدولي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د دې شرکت د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.
