د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د پلازمیني کابل پوهنتونونو شپه غالو ته د وچو او تازه خوراکي توکو لیږد

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۴۷
office

د ارزاقو امارتي شرکت د بنسټیزو فعالیتونو او د روان کال منظور شوي پلان له مخې؛ د پلازمیني کابل پوهنتونونو شپه غالو ته د وچو او تازه خوراکي توکو د رسولو او لیږد چارې په منظم ډول پر مخ وړي.

د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق مسوولین وایي، چې د وچو خوراکي توکو د لیږد چارې د پوهنتون شپه غالو ته د میاشتې او یا هم د یوې ربعې په لړ کې او د تازه خوراکي توکو لیږد په ورځنۍ توګه ترسره کیږي.

دوی زیاته وي، چې د پلازمیني کابل مرکزي او پولی تخنیک پوهنتونونو شپه غالو ته د تازه خوراکي توکو لکه وچه ډوډۍ، ترکاري، میوه، غوښه، هګۍ، شیدې او روټ، په ورځنۍ توګه لیږدول کېږي، چې دغه پروسه د دواړو لورو د کتنې پلاوي په شتون کې پر مخ ځي.

د پروژو د تطبیق مسوولین همدارنګه وایي، چې د وچو خوراکي توکو لکه وریځې، غوړي، لوبیا، دال نخود، شین چای، مالګه او نور خوراکي توکي د شپه غالو مسوولینو د غوښتنې پر بنسټ د میاشتې او یا هم د یوې ربعې په لړ کې ورلېږدول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د کابل په ګډون؛ د ولایتونو پوهنتونونو شپه غالو ته د خوراکي توکو د برابرولو او لیږد چارې  له تېرو دریو کالو راهیسې پر مخ وړي، چې یاده پروسه د پوهنتونونو شپه غالو مسوولینو ته د تایید وړ ګرځېدلي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all