د پکتیا پوهنتون د استادانو لیلیې لپاره ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۵۸
Paktia

د پکتیا ولایت د ارزاقو امارتي شرکت ولایتي مدیر مولوي دین محمد حماس وايي، چې نن ورځ یې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د پکتیا پوهنتون د استادانو لیلیې لپاره لېږدولي دي. نوموړی زیاتوي، چې دغه خوراکي توکي د ارزاقو د مسوولینو له‌خوا د پوهنتون د کتني پلاوي په شتون کې تسلیم شول.

حماس وویل، چې په یادو خوراکي توکو کې ۱۹۹۲ کیلوګرامه وريجی ، ۱۸۰ کیلوګرامه لوبیا، ۵۵۰ کیلوګرامه غوړي، ۲۰۰ کیلوګرامه بوره، ۷۲ کیلوګرامه رُب،۵۰ کیلوګرامه اومه نخود، ۱۳ کیلوګرامه شین چای، ۵ کیلوګرامه د دیګ مصاله، ۲ کیلوګرامه زردچوبه، ۳ کیلوګرامه زیره او نیم کیلوګرامه دچای هیل شامل دي.

مولوي حماس څرګنده کړه، چې دغه خوراکي توکي د اړتیاوو پر بنسټ برابر او د استادانو لیلیې ته لېږدول شوي دي. هغه زیاته کړه، چې د یادو توکو د برابرولو پروژه وړمه ورځ د ارزاقو مدیریت له لوري پیل شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د ۷ بستونو تقریري آزموینه واخیستل شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د ۷ خالي بستونو د ډکولو په موخه څه موده وړاندې تحریري آزموینه اخیستل شوې وه، چې د تحریري آزموینې د پایلو پر بنسټ؛ هغه نوماندان چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې، د مرکه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۲۳
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته وړمه ورځ ترسره شوه. یاده ناسته د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د مالي او اداري چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۳
Background image

 د کابل طبي علومو اړوند علي آباد تدریسي روغتون ته ۱۰ قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق مسوولین خبر ورکوي، چې وړمه ورځ یې د کابل طبي علومو اړوند علي‌آباد تدریسي روغتون ته ۱۰ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.

د مسوولینو په وینا؛. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all