د ارزاقو امارتي شرکت د تدارکاتو نوی آمر خپله دنده پیل کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۱:۱۸
Office

مولوي حجت‌الله ایوبي د ارزاقو امارتي شرکت د تدارکاتو د آمر په توګه رسماً د دغه شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.

د تدارکاتو د آمر د پېژندګلوي په مراسمو کې د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع‌الله مجروح، د سوداګریزو پراختیا رییس او د کارکوونکو چارو، مالي، املاکو، خدماتو، سوداګریزو پراختیا، د پروژو د تطبیق او نورو اړوندو برخو آمرینو او مدیرانو ګډون کړی وو.

د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په اداراتو کې د ادلون او بدلون په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې دنده او مسوولیت یو امانت دی، چې باید د صداقت او هڅو له مخې ترسره او د همدې لارې ولس ته اغېزمن او ګټور خدمتونه وړاندې شي. په همدې توګه، اجرائیوي رییس د تدارکاتو آمر ته د چارو د پرمخ بیولو په موخه د بریاوو هیله وکړه .

د سوداګریزو پراختیا رییس  تدارکاتو آمر ته هرکلی وویله او ژمنه یې وکړه، چې د شرکت آمرین او کارکوونکي به د تدارکاتو له نوي آمر سره همکاري وکړي.

په همدې مراسمو کې د ارزاقو امارتي شرکت د رهبرۍ له لوري د تدارکاتو د مخکیني آمر ذبیح الله اندړ له هڅو او کړنو هم ستاینه وشوه.

د ویلو ده، چې مولوي حجت‌الله ایوبي د امارتي شرکتونو د لوی ریاست له لوري په یاده دنده ګمارل شوی دی. نوموړی د ادبیاتو په برخه کې د لیسانس سند لري او د دیني علومو او سیاسي حقوقو په برخو کې یې د ماسترۍ سندونه ترلاسه کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

د لغمان پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د لغمان ولایت د ارزاقو لوی مدیر وحیدالله الکوزي په رالېږلي معلوماتو کې ویلي دي، چې نن یې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د دې ولایت پوهنتون لیلیې ته لېږدولي دي. نوموړي زیاتوي، چې یاد توکي د کتنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په بلخ ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت سوداګریز مارکېټ پرانیستل شو

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت سوداګریز مارکېټ د پرانستې مراسمو په ترڅ کې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد مارکېټ د پرانستې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۳۹
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د سمنګان پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

 تېره ورځ د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت د پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول.

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر محمدجان فایز په رالېږلي معلوماتو کې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all