​​​​​​​د داوطلبۍ خبرتیا

org_admin
T

Publish Date

Closing Date

Location پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان

د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت خپل اړوند یو باب هنګر، چې اوږدوالی یې (۴۸.۵۰) متره، سور یې (۱۸.۳۰) متره او لوړوالی یې (۶.۹۴) متره دی، د سانچارک ولسوالۍ په مرکز کې موقعیت لري، یاد جایداد د تدارکاتي او د امارتي شرکتونو د قانون له مخې د عوایدو د ترلاسه کولو په موخه د (۲) کلونو لپاره په کرایه ورکوي.

هغه اشخاص او شرکتونه، چې د شرایطو وړ وي او دغه جایداد ته اړتیا ولري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) ورځو پورې د ولایت مقام له لارې د سرپل ولایت د ارزاقو لوی مدیریت ته، چې د مستوفیت په اداره کې موقعیت لري وسپاري او د داوطلبۍ په ورځ دې حاضر واوسي. شرطپاڼه د ټاکلي بیې په بدل کې ترلاسه او تضمین به په نقدي توګه اخیستل کېږي.

غوښتونکي کولای شي، د لا زیاتو معلوماتو لپاره د سرپل ولایت د ارزاقو له لوی مدیریت سره په لاندې شمېرې اړیکه ونیسي: ۰۷۸۸۳۴۲۹۲۹

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۲۹ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د مزایدې خبرتیا

د ارزاقو امارتي شرکت په لغمان ولایت کې خپل یو باب درې پوړیز سوداګریز مارکیټ، چې د مهترلام ښار د محبت مارکیټ ترڅنګ موقعیت لري د مزایدې له لارې په کرایه ورکوي. د یاد مارکیټ لومړی پوړ ۲۴ . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۰ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د مزایدې خبرتیا

 په پروان ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پورې اړوند درې بابه د هټیو ګدامونه او د ۸۳۱۰ متر مربع ځمکې ساحه، چې د چاریکار ښار د څلورمې ناحیې په سیمه کې د ښاروالۍ مارکیټ مخې ته موقعیت لري، د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۲۸ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې یو عدد ترکي ټرانسفارمر له ۷ قلمه برېښنايي (برقي) تجهیزاتو سره د پل څرخي په ګدامونو کې نصب کړي او دغه پروژه د داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارل کېږي.

ه . . .

Back to tenders