د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۴
P

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې،  تېرې ورځ ۵۱ تنه مسافرو استادانو ته خوراکی توکي ولېږدول.

‎د پکتیکا ولایت د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر کلیم الله ابراهیمي په رالېږلي معلوماتو کې ویلي، چې یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د پوهنتون اړوند مسوول ته وسپارل شول.

‎د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کی ۹۱۸ کیلوګرامه وریجې، ۹۸کیلوګرامه لوبیا، ۲ کیلوګرامه د چای هیل، ۷۳ کیلوګرامه مالګه، ۳۴۴ کیلوګرامه مایع غوړي، ۵ کیلوګرامه د دیګ رنګ شیرین، ۱۱۵ کیلوګرامه میده بوره او ۷ کیلوګرامه شین چای شامل دي.

د یو بل خبر له مخې: د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر فضل‌الدین امید هم ویلي، چې نن یې د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه لیدنه کړې ده. هغه د لیدنې پر مهال د پخلي او خوړو د وېش لړۍ له نږدې څارلې او ارزولې ده.

‎د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو ام ارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د دې شرکت د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت په ریاست کې جوړه شوه، چې مشري یې حمیدالله عبداللهي کوله. په یاده غونډه کې د شرکت پر بنسټیزو، سوداګریزو او خدماتي فعالیتونو، مالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

د سرپل ولایت مقام د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس هڅې وستایلې

د سرپل ولایت مقام له لوري د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کړنې، هلې ځلې او خدمتونه وستایل شول او نوموړي ته په دې موخه ستاینلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۰
Background image

د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان پر دوام؛ د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all