د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د پلازمیني کابل پوهنتونونو شپه غالو ته د وچو او تازه خوراکي توکو لیږد

د ارزاقو امارتي شرکت د بنسټیزو فعالیتونو او د روان کال منظور شوي پلان له مخې؛ د پلازمیني کابل پوهنتونونو شپه غالو ته د وچو او تازه خوراکي توکو د رسولو او لیږد چارې په منظم ډول پر مخ وړي.
د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق مسوولین وایي، چې د وچو خوراکي توکو د لیږد چارې د پوهنتون شپه غالو ته د میاشتې او یا هم د یوې ربعې په لړ کې او د تازه خوراکي توکو لیږد په ورځنۍ توګه ترسره کیږي.
دوی زیاته وي، چې د پلازمیني کابل مرکزي او پولی تخنیک پوهنتونونو شپه غالو ته د تازه خوراکي توکو لکه وچه ډوډۍ، ترکاري، میوه، غوښه، هګۍ، شیدې او روټ، په ورځنۍ توګه لیږدول کېږي، چې دغه پروسه د دواړو لورو د کتنې پلاوي په شتون کې پر مخ ځي.
د پروژو د تطبیق مسوولین همدارنګه وایي، چې د وچو خوراکي توکو لکه وریځې، غوړي، لوبیا، دال نخود، شین چای، مالګه او نور خوراکي توکي د شپه غالو مسوولینو د غوښتنې پر بنسټ د میاشتې او یا هم د یوې ربعې په لړ کې ورلېږدول کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د کابل په ګډون؛ د ولایتونو پوهنتونونو شپه غالو ته د خوراکي توکو د برابرولو او لیږد چارې له تېرو دریو کالو راهیسې پر مخ وړي، چې یاده پروسه د پوهنتونونو شپه غالو مسوولینو ته د تایید وړ ګرځېدلي دي.