د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د سوداګریزو چارو رییس مولوي سید نیک محمد معتصم پر مشرۍ ترسره شوه.
په دې ناسته کې د شرکت حقوقي سلاکار، مالي، تدارکاتو، د پروژو د تطبیق، کارکوونکو چارو، سوداګریزو پراختیا او املاکو آمرینو، د اجرائیې، د داخلي پلټنې، کنټرول، پلان او پالیسۍ مدیرانو ګډون کړی و.
د ناستې په ترڅ کې د اجنډا له مخې؛ د شرکت د روانو فعالیتونو، کاري لومړیتوبونو او اړوندو چارو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شوه.
همدارنګه د مطرح شویو موضوعاتو په تړاو د اجرائیوي کمېټې له لوري لازمې پرېکړې ونیول شوې او اړوندو برخو ته د چارو د لا ښه تنظیم په موخه لازمې لارښوونې وشوې.
ناسته د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.
