د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رییس د ګمرکونو له لوی رییس سره وکتل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۹:۴۲
C

وړمه ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رییس مولوي سید نیک محمد معتصم د ګمرکونو له لوی رییس مولوي محمد حامد احمد سره وکتل.

په دې کتنه کې د ارزاقو امارتي شرکت د حقوقي او سوداګریزو چارو سلاکارانو او د ګمرکونو ریاست د پلان او پالیسۍ رییس هم ګډون کړی و.

د کتنې پر مهال د ارزاقو امارتي شرکت د وارداتي توکو د بهیر په برخه کې د ګمرکونو د لا زیاتې همکارۍ او د دواړو ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر رامنځته کولو خبرې وشوې.

همداراز، د وارداتو د بهیر د اسانتیا او چټکتیا په موخه د ګمرکي پروسو او اړوندو چارو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

په دې ناسته کې دواړو لوریو هوکړې ته ورسېدل، چې د ګډې همکارۍ د لا پیاوړتیا، د چارو د ښه تنظیم او د وارداتي بهیر د ښه مدیریت په موخه به په راتلونکي کې د دواړو ادارو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شي.

د ناستې په پای کې پر یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو هم خبرې وشوې او دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

۱۳ ډوله خوراکي توکي د هرات پوهنتون لیلیې ته انتقال شول

د ارزاقو امارتي شرکت، چې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست اړوند دی، د خپلو اساسي فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې ۱۳ ډوله خوراکي توکي د هرات پوهنتون لیلیې ته انتقال او وسپارل.

د هرات. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۶
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د اداري ودانۍ د رغنیزې پروژې له بهیر څخه لیدنه وکړه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوی عبدالرازق رفیع نن د یاد شرکت د اداري ودانۍ د رغنیزې پروژې له چارو څخه له نږدې لیدنه او کتنه وکړه.

ښاغلي رفیع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پکتیا پوهنتون استادانو ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ ۱۴ قلمه خوراکي توکي د پکتیا پوهنتون مسافرو استادانو ته. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all