د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رییس په پروان او پنجشیر ولایتونو کې د شرکت د پروژو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رییس مولوي سید نیک محمد معتصم د پروان او پنجشیر ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد شرکت له روانو پروژوي فعالیتونو او چارو څخه له نږدې لیدنه او څارنه وکړه.
په دې سفر کې نوموړي سره د سوداګرۍ پراختیا او پانګونې د جلب آمر اسدالله ابراهیمي هم ملتیا کوله، چې د یادو ولایتونو اړوند پروژې او د شرکت د فعالیتونو بېلابېلې برخې یې له نږدې وکتلې.
د دې څارنې موخه د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق بهیر ارزول، د روانو فعالیتونو د وضعیت معلومول، د چارو د ښه والي لپاره د شته امکاناتو او فرصتونو ارزونه او همدارنګه د پروژوي چارو د لا اغېزمنتیا لپاره د اړینو اقداماتو ترسره کول وو.
مولوي سید نیک محمد معتصم د یادو ولایتونو له اړوندو ولایتي مدیرانو سره د لیدنو پر مهال د شرکت د روانو فعالیتونو، د پروژو د تطبیق څرنګوالي او د کاري بهیر د لا ښه تنظیم په اړه خبرې وکړې.
نوموړي ولایتي مدیرانو ته د چارو ښه پر مخ وړلو، د پروژو د کیفیت او تطبیق بهیر ته د جدي پاملرنې او د ورسپارل شویو دندو د مسوولانه ترسره کولو په تړاو یو لړ سپارښتنې او لازمې لارښوونې وکړې.
هېره دې نه وي، چې د ارزاقو امارتي شرکت مسوولین تل هڅه کوي، چې د خپلو پروژو او سوداګریزو فعالیتونو د منظمې څارنې له مخې؛ د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو او د چارو د لا ښه والي له لارې خپل فعالیتونه او خدمتونه پراخ کړي.
