د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر د نجونو روزنتون څخه څارنه وکړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۱:۲۸
2

د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیرمحمدکاظم مهدی‌ یار وایي، چې تېره اوونۍ یې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د نجونو له روزنتون څخه څارنه او ارزونه کړې ده. نوموړی وایي، چې د دې څارنې موخه په دغه مرکز کې د خوړو د پخلي او ویش بهیر ارزونه وه.

ښاغلي مهدی‌ یار وویل، چې د دې څارنې پر مهال د پخوو خوړو د ویش له لړۍ، د خوړو د کیفیت او کمیت، د پخلنځي د چاپېریال پاکوالی او کارېدونکي لوښي له نږدې وارزول شو او په پای کې اړینې لارښوونې د روزنتون اړوند مسوولینو ته وړاندې شوې.

هغه ډاډ ورکړ، چې یاد روزنتون ته د خوراکي توکي برابرول په ښه توګه روان دي او تر اوسه پورې په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه دی رامنځته شوې.

د مهدي یاز په وینا، له روزنتونونو څخه هره اوونۍ څارنه ترسره کېږي، څو د خوړو ویش او پخلی په سمه توګه وشي او ورته څارنې د روزنتون د مسوولینو د خوښۍ لامل ګرځي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د تیر کال مهمې لاسته راوړنې؛

ارزاقو امارتي شرکت تېر کال له څلورو وزارتونو( لوړو زده کړو، پوهنې، کار او ټولنیزو چارو او عامې روغتیا) سره د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد قراردادونه ترسره کړي، چې ټولیز ارزښت یې ۱.۸ م. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۳۸
Background image

یولس قلمه خوراکي توکي د پنجشیر پوهنتون ليليې ته ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو پلانونو او د روان مالي کال د منظور شوي پلان له مخې؛ د تېرې اوونۍ په وروستیو کې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د پل څرخي له ګدامونو څخه بار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۲۹
Background image

یولس قلمه خوراکي توکي د سرپل ولایت د عامې روغتیا امبولانس آمریت ته ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو فعالیتونو، سوداګریز پلان  او د ۱۴۰۴ مالي کال د تائید شوي پلان له مخې؛ یولس قلمه خوراکي توکي د سرپل ولایت د عامې روغتیا ریاست د امبولانس آمریت ته لېږدول شوي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all