د سوداګریزې برخې سلاکار
Publish Date
Closing Date
Location
Beside of Central Silo, 3rd District, Kabul - Afghanistan
د دندې سرلیک: د سوداګریزې برخې سلاکار
اداره: د ارزاقو امارتي شرکت
بست: 3
د بستونو شمېر: ۱
د بست کوډ: ARZAQ-1404-06
میاشتنی معاش: د شرکت د معاشونو د سکیل مطابق
د بست موقعیت: کابل
راپور ورکول: د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي کمېټې ته
راپور اخیستل : د ارزاقو امارتي شرکت اړوند څانګو څخه
د بست د اعلان نېټه : 01/11/1404
د غوښتنلیک وروستۍ نېټه : 15/11/1404
د دندې د موخې (لنډیز)
د سوداګریزو چارو په برخه کې مسلکي سلاوې او مشورې وړاندې کول، د شرکت اقتصادي فعالیتونو ته وده ورکول، د عوایدو زیاتوالی، د بازارونو پراختیا او د شرکت د سوداګریزو فعالیتونو د اغېزمنتیا او شفافیت په برخه کې مشورې ورکول.
د دندې مسؤلیتونه او صلاحیتونه:
• د ادارې د کاري پلان سره سم اونیز، میاشتنی، ربعوار او کلنی کاري پلان ترتیب او د تطبیق څار ترسره کول؛
• د سوداګریز پلان جوړونې د پلور ستراتیژۍ او د بازار د پراختیا په برخه کې د شرکت رهبرۍ ته مسلکي مشورې ورکول؛
• د بازار وضعیت، عرضې او تقاضا، بیو او سیالۍ تحلیل د اغېزمنو سوداګریزو پرېکړو لپاره؛
• د شرکت د سوداګریزو پروژو، معاملو او فعالیتونو ارزونه او د اصلاح وړاندیزونه وړاندې کول؛
• د لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله سوداګریزو کاري پلانونو په ترتیبولو کې همکاري کول؛
• د اقتصادي اصولو سره سم د خوراکي توکو د پېر، پلور، زېرمه کولو او وېش په برخه کې مشورې ورکول؛
• د سوداګریزو خطرونو ارزونه او د احتمالي زیانونو د کمولو لپاره د حل لارې وړاندې کول؛
• د سوداګریزو مذاکراتو، قراردادونو او تفاهم لیکونو په ترتیب او عقد کې همکاري کول؛
• د شرکت د داوطلبیو، تدارکاتو او سوداګریزو معاملو په اړه تخنیکي نظریات وړاندې کول؛
• د مالي او سوداګریزو راپورونو څارنه او تحلیل د عوایدو د زیاتوالي او لګښتونو د کمولو په موخه؛
• د بازار د ونډې د زیاتوالي او د سوداګریزو خدمتونو د ښه والي لپاره نوې لارې چارې وړاندیز کول؛
• د مالي، تدارکاتي او عملیاتي واحدونو سره همغږي د سوداګریزو موخو د تحقق لپاره؛
• د شرکت رهبرۍ ته د تحلیلي او مشورتي راپورونو چمتو کول؛
• د نورو هغو دندو ترسره کول، چې د قوانینو، مقرراتو او د ادارې د موخو سره سم د مقاماتو له لوري سپارل کېږي.
زده کړې، تجربه او اړینې وړتیاوې:
د زده کړې درجه:
• لږ تر لږه د ماسټرۍ سند په لاندې برخو کې: اقتصاد، اداره او تجارت، عامه پالیسي، عامه اداره او نورې اړوندې څانګې؛
• د اړوندې دندې لپاره د دوکتورا سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري تجربه:
• لږ تر لږه له پنځو (۵) څخه تر لسو (۱۰) کلونو پورې اړونده کاري تجربه په امارتي ادارو کې د سوداګریزو چارو په برخه کې؛
• د سوداګرۍ، بازار، سوداګریزو قراردادونو او اقتصادي تحلیل باندې بشپړه پوهه درلودل؛
• د راپور لیکنې، مذاکراتو او رسمي اړیکو قوي مهارتونه درلودل.
نورې وړتیاوې
• په ملي ژبو (پښتو او دري) کې د وینا او لیکنې بشپړ مهارت او په انګلیسي ژبه باندې ښه بلدتیا درلودل؛
• د کمپیوټري پروګرامونو لکه Word، Excel، PowerPoint، Outlook، MS Windows او انټرنېټ اړوند سیسټمونو باندې مهارت درلودل؛
• د هېواد د نافذه قوانینو باندې خبراوی (د کار قانون، د دولتي شرکتونو قانون، د ارزاقو امارتي شرکت اساسنامه او نورو باندې)؛
• له امارتي او غیر امارتي ادارو سره د مسلکي اړیکو د ټینګولو وړتیا درلودل.
د نوماندۍ لارښوونې:
• هغه کسان، چې شرایط پوره کوي، کولای شي د خپلې تذکرې رنګه سکن کاپي، خلص سوانح (CV) او تایید شوي تحصیلي اسناد (ډیپلوم/ترانسکرېپټ) د دندې د عنوان او د بست کوډ په ذکر کولو سره د برښنالیک د موضوع (Subject) په برخه کې، د کارکوونکو چارو آمریت برښنالیک ته hr@arzaq.gov.af تر ۱۵/۱۱/۱۴۰۴ نیټې پورې واستوي واستوي:
• له غیر ضروري اسنادو د لېږلو څخه ډډه وشي؛
• ټول اسناد باید د PDF په بڼه، په یو لنډ فایل کې د متقاضي په نوم واستول شي؛
• د بست عنوان باید حتماً د برښنالیک په موضوع کې ذکر شي؛
• یادونه: یوازې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه ونیول شي، چې شارټ لېسټ شوي وي؛
• د نورو معلوماتو لپاره کولای شئ د کارکوونکو چارو آمریت سره د لاندې شمېرې له لارې اړیکه ونیسئ:
020-2500043