د لوګر پوهنتون لیلیې ته یوولس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د لوګر ولایت د ارزاقو مدیر انجنیر محمد نعیم حبیبي په خپل رالیږلي خبر کې ویلي، چې د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د لوګر پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي او اړوند مسوول ته سپارلي دي.
حبیبي زیاته کړې، چې په لېږدول شویو خوراکي توکو کې؛ ۳۵۹۲ کیلوګرامه وریجې، ۱۵۰۰ کیلوګرامه مایع غوړي، ۶۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۳۵۰ کیلوګرامه رُب، ۵۰۰ کیلوګرامه بوره، ۵۰۰ کیلوګرامه مالګه، ۱۲ کیلوګرامه زیره، ۲۰ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۸ کیلوګرامه کورکمن، ۱۲ کیلوګرامه د دیګ څلورګوني مساله او ۳.۳ کیلوګرامه د چای هیل شامل دي.
نوموړي ویلي، چې د خوراکي توکو د لېږد او څارنې بهیر د ارزاقو مدیریت له لوري په دوامداره توګه ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو پر دوام، د هېواد په کچه د پوهنتونونو لیلیو او نورو ادارو سره د شویو تړونونو له مخې، خوراکي توکي په منظم ډول لېږدوي.
