د هرات پوهنتون تدریسي روغتون ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د هرات ولایت د ارزاقو مدیر قاري نعمت الله نایب په رالیږي معلوماتو کې ویلي ، ۱۳ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي د دې ولایت د پوهنتون تدریسي روغتون ته لېږدولي دي . د نوموړي په وینا؛ یاد توکي د ټاکلي پلاوي په شتون کې اړوند مسوول ته وسپارل شول.
د سرچینې له مخې، په دې توکو کې وریجې، مایع غوړي، لوبیا، نخود، مالګه، بوره او نور لومړني خوراکي مواد شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.
