د کابل پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ لیلیې ته دیارلس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ وړمه ورځ دیارلس قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي د کابل پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ لیلیې ته ولېږدول.
د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق آمر جان محمد عمري وویل، چې دغه خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د یاد پوهنتون لیلیې اړوند مسوول ته وسپارل شول.
نوموړي زیاته کړه، چې په یادو خوراکي توکو کې؛ ۶۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۴۵۰ کیلوګرامه غوړي، ۲۴۰ کیلوګرامه لوبیا، ۳۰ کیلوګرامه نخود،۹۶ کیلوګرامه د خوړو مالګه، ۱۵۰ کیلوګرامه میده بوره، ۹ کیلوګرامه شین چای، ۱.۸ کیلوګرامه زیره، ۴۸۰ ګرامه د چای هیل، ۳ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۱.۲ کیلوګرامه کورکمن، ۱۰.۴ کیلوګرامه رنګ شیرین او ۱.۸ کیلوګرامه د وریجو څلور مساله شامل دي.
د ویلو ده، چې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو په دوام؛ د هېواد د پوهنتونونو لیلیو او نورو امارتي ادارو سره د شویو تړونونو له مخې، خوراکي توکي په منظم ډول برابر او لېږدوي.
