د کابل کمپنۍ په سمیه کي د ارزاقو امارتي شرکت جایدادونه؛

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۹:۲۵
K

د ارزاقو امارتي شرکت د جایدادونو او سوداګریزو پلانونو په لړ کې دا ځل د کابل پلازمینې د کمپنۍ د سیمې جایداد په اړه درنو لوستونکو ته معلومات وړاندې کوو؛

د ارزاقو امارتي شرکت د موجوده جایدادونو له ډلې یو له مهمو ملکیتونو څخه د کابل په ښار کې د پنځمې ناحیې لویدیځ لوري ته د کمپنۍ په سیمه کې 5887.9 متر مربع په اندازه ځمکه ده، چې د ارزاقوامارتي شرکت پورې تړلې.

د یادې ځمکې پر سر درې لسیزې وړاندې د شرکت اړوند ۸ بابه لوی زیرمتونونه (ګودامونه) په پخه او اساسي توګه جوړ شوي و. که څه هم د کورنیو جګړو له امله دغه ګودامونه ویجاړ شوي او یوازې د دیوالونو آثار يې پاتې دي؛ خو د تېرو نظامونو د واکمنۍ پرمهال له غضب څخه ژغورل شوي او د ارزاقو امارتي شرکت له ملکیتونو څخه حسابیږي.

د ارزاقو امارتي شرکت د یادې سیمې د ملکیت ساتنه او مدیریت پر غاړه لري. اوس مهال دغه ځمکه د سوداګریزو فعالیتونو او پلانونو په موخه د قرارداد پر اساس ورکول شوې ده، چې ګڼ شمېر هېوادوال د خرڅلاو توکو هټۍ او نورو عایداتي فعالیتونه پر مخ وړي.

د ارزاقو امارتي شرکت رهبري پلاوی په دې هڅه کې دی، چې د اساسي فعالیتونو ترڅنګ؛ ولس ته لا زیات کاري فرصتونه او خدمتونه برابر کړي او په دې توګه د هېواد اقتصاداو پرمختګ ته وده ورکړي.

ان شاء الله د دې هڅو په پایله کې موږ داسې ورځې ته د رسیدو هیله من یو، چې د ارزاقو امارتي شرکت په هېواد کې یو ځلولی نوم ولري او زموږ هېواد د ځان بسیاینې په لور روان شي.

#د_نشراتو_مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د تیر کال مهمې لاسته راوړنې؛

ارزاقو امارتي شرکت تېر کال له څلورو وزارتونو( لوړو زده کړو، پوهنې، کار او ټولنیزو چارو او عامې روغتیا) سره د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد قراردادونه ترسره کړي، چې ټولیز ارزښت یې ۱.۸ م. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۳۸
Background image

یولس قلمه خوراکي توکي د پنجشیر پوهنتون ليليې ته ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو پلانونو او د روان مالي کال د منظور شوي پلان له مخې؛ د تېرې اوونۍ په وروستیو کې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د پل څرخي له ګدامونو څخه بار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۲۹
Background image

یولس قلمه خوراکي توکي د سرپل ولایت د عامې روغتیا امبولانس آمریت ته ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو فعالیتونو، سوداګریز پلان  او د ۱۴۰۴ مالي کال د تائید شوي پلان له مخې؛ یولس قلمه خوراکي توکي د سرپل ولایت د عامې روغتیا ریاست د امبولانس آمریت ته لېږدول شوي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all