په لوګر ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت له جایداده ولې ګټه نه اخیستل کیږي؛

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۲۴
W

لوګر ولایت، چې د کابل ښار سره ګډه پوله لري، د سویل ختیځ ولایتونو لپاره د پلازمینې کابل دروازه ګڼل کیږي. په دې ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت ملکیتونه په دریو مهمو نقطو؛ د پل علم ښار، د کنجک د نایب امین الله خان لوګري روغتون شمال لوري ته او د برکي برک ولسوالۍ بازار ته نږدې د سړک پر غاړه موقعیت لري.

د لوګر ولایت د ارزاقو مدیر انجنیر محمدنعیم حبيبي وایي، چې که څه هم د ارزاقو امارتي شرکت ملکیتونه په دې ولایت کې موجود دي؛ خو اوسمهال د استفادې وړ نه دي.

حبيبي زیاتوي: د لوګر مرکز په کنجک سیمه کې ۶۰۰ متره مربع او په برکي برک ولسوالۍ کې ۶۵۰ متره مربع ځمکو پر سر مخکیني  له خښتو او تېږو څخه ګدامونه جوړ شوې ؤ، خو اوس دا ګدامونه ویجاړ شوي او د ګټې وړ نه دي. همدارنګه د مرکز په زړه کې د یوې دوه پوړیزې اداري ودانۍ، چې ۸۴۰ متر مربع ځمکې په سر جوړه شوې، د شرکت د جایدادونو څخه حسابیږي.

په اړه یې حبیبي وویل، د دغه تعمیر خونې هم د استفادې وړ نه دي، موږ د ولایت مقام ته وړانديز وکړ، چې زموږ مدیریت لپاره ځای راکړي هماغه و، چې د زاړه مقام ودانۍ کې د چارو د پرمخ وړلو په موخه دوه اداري خونې را کړل شوې

په لوګر ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت د جایدادونو په اړه حبيبي زیاتوي؛ موږ هڅه کوو، چې د ارزاقو شرکت ویجاړ شوي ګدامونو او د اداري ودانۍ ځمکه د سوداګریزې پانګونې لپاره د مشارکتي قرارداد له لارې وکاروو  او دا وړاندیز مو د شرکت مشرتابه ته هم وړاندې کړی دی.

په همدې حال کې د لوګر ولایت د ارزاقو مدیر انجنیر محمدنعیم حبیبي د دې ولایت د ارزاقو امارتي شرکت د بنسټیزو فعالیتونو په اړه هم خبرې کوي. هغه وایي، د تېرو پنځو میاشتو راهیسې د کار او ټولنیزو چارو اړوند روزنتون لپاره د ۲۵۰ بې سرپرسته ماشومانو او د وړکتون ۵۰ کوچنیانو ته اړین خوراکي توکي پر وخت د ارزاقو شرکت تر څارنې لاندې ورکول کیږي.

په ټوله کې حبيبي د ارزاقو امارتي شرکت دویمه پروژه هم یادوي، چې د لوګر عامې روغتیا د نایب امین الله خان لوګري ولایتي روغتون ته د اومه(خامو) موادو اکمال له تېرو درې میاشتو راهیسې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري ترسره کیږي.

هېره دې نه وي، چې د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو شته جایدادونو له لارې نه یوازې عواید ترلاسه کوي؛ بلکې ګڼو هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم رامنځته او د هېواد اقتصاد وده کوي.

د نشراتو مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه

 د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت د غونډو په خونه کې د مدیره پلاوي د رییس حمیدالله عبداللهي په مشرۍ ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د سوداګرۍ وزارت استازي مولوي محمداجمل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو چارو او د ۱۴۰۴ مالي کال د پلان له مخې؛ تېره ورځ د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د پروان پوهنتون لیلیې ته یولس قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول

 د پروان ولایت د ارزاقو مدیر نورالدین مقتصد وویل، چې وړمه ورځ یې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د دې ولایت پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

نوموړي زیاتوي، چې په یادو. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all