د داوطلبۍ اعلان
Publish Date
Closing Date
په کاپیسا ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پورې اړوند یو باب ګدام، چې اوږدوالی یې ۳۶.۶۰ متر، سور یې ۱۸.۳۰ متر او لوړوالی یې ۶.۴۱ متر دی، په کرایه ورکول کېږي. یاد ګدام دننه په دوو برخو وېشل شوی او د شاوخوا ۱۰۰۰ ټنه موادو د ځایدو ظرفیت لري.
اشخاص او شرکتونه، چې یاد ګدام ته اړتیا ولري کولای شي، خپل غوښتنلیکونه د اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر ۲۱ ورځو پورې د کاپیسا ولایت لوی مدیریت ته وسپاري او شرطپاڼه ترلاسه کړي.
پته: د محمود راقي ښاروالۍ مارکېټ، دویم پوړ، د افغان یونایتد بانک ته مخامخ.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره غوښتونکي د کاپیسا ولایت لوی مدیریت سره په لاندې شمېره اړیکه ونیسي. ۰۷۶۶۴۲۵۸۳۷
