دوه د داوطلبۍ (مزایدې) غونډې د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوې
تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت، د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند ملکیتونو د کرایې ورکولو لپاره دوه د داوطلبۍ (مزایدې) غونډې ترسره شوې. په دې غونډو کې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست، د ارزاقو شرکت او د مالیې وزارت استازو شتون درلود.
په دې مزایده کې د نوآباد ده کیپک سیمه کې د ۸ نمبر مغازه په کرایه ورکول او همدارنګه د مرکزي سیلو مخې ته د ۱۰ نمبر مغازې اړوند څلور خونې شاملې وې. د مزایدې بهیر د داوطلبانو په شتون کې په شفاف ډول ترسره شو.
لومړۍ غونډه له غرمې مخکې ترسره شوه، چې پکې د مرکزي سیلو مخې ته د ۱۰ نمبرمغازې اړوند د څلورو خونو لپاره داوطلبۍ ته وړاندې شوې. په دې غونډه کې دوه داوطلبانو برخه اخیستې وه، خو د قانوني نصاب د نه پوره کېدو له امله غونډه بې پایلې اعلان شوه او بل پړاو ته وځنډول شوه.
دویمه غونډه د غرمې وروسته د نوآباد ده کیپک په سیمه کې د ۸ نمبر مغازې د داوطلبۍ په اړه ترسره شوه. په دې غونډه کې څلور داوطلبان حضور درلود ، چې په پایله کې یو تن د الف شاه په نوم د یادې مغازې د مزایدې ګټونکی اعلان شو.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت ملکیتونه د پانګونې او کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ له لارې اعلانېږي، او د داوطلبۍ غونډې یې د شرکت د استازو او داوطلبانو په شتون کې په رڼې یا شفاف ډول ترسره کېږي.
