د کابل پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ لیلیې ته دیارلس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۳۳
T

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ وړمه ورځ دیارلس قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي د کابل پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ لیلیې ته ولېږدول.

د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق آمر جان محمد عمري وویل، چې دغه خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د یاد پوهنتون لیلیې اړوند مسوول ته وسپارل شول.

نوموړي زیاته کړه، چې په یادو خوراکي توکو کې؛ ۶۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۴۵۰ کیلوګرامه غوړي، ۲۴۰ کیلوګرامه لوبیا، ۳۰ کیلوګرامه نخود،۹۶ کیلوګرامه د خوړو مالګه، ۱۵۰ کیلوګرامه میده بوره، ۹ کیلوګرامه شین چای، ۱.۸ کیلوګرامه زیره، ۴۸۰ ګرامه د چای هیل، ۳ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۱.۲ کیلوګرامه کورکمن، ۱۰.۴ کیلوګرامه رنګ شیرین او ۱.۸ کیلوګرامه د وریجو څلور مساله شامل دي.

د ویلو ده، چې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو په دوام؛ د هېواد د پوهنتونونو لیلیو او نورو امارتي ادارو سره د شویو تړونونو له مخې، خوراکي توکي په منظم ډول برابر او لېږدوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۵۸
Background image

د کاپیسا البیروني پوهنتون لیلیې او کادري روغتون ته دیارلس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر قاري فریدون مصلح په رالیږلي معلوماتو کې ویلي دي، چې وړمه ورځ د دې ولایت د پوهنتون لیلیې او کادري روغتون ته دیارلس قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۴۹
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د هرات ولایت د ارزاقو مدیر قاري نعمت الله نایب په رالیږي معلوماتو کې ویلي ، ۱۳ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي د دې ولایت د پوهنتون تدریسي روغتون ته لېږدولي دي . د نوموړي په وینا؛ یاد توکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۹:۴۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت آسیا سوداګریز مارکېټ؛ د سوداګرۍ او اقتصادي ودې مهم مرکز

  د امارتي شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې د ارزاقو امارتي شرکت آسیا سوداګریز مارکېټ، چې د هېواد په پلازمېنه کابل ښار د میرویس میدان(کوټي سنګي) په سیمه کې موقعیت لري، د دغه شرکت له. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all