د کاپیسا البیروني پوهنتون لیلیې او کادري روغتون ته دیارلس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر قاري فریدون مصلح په رالیږلي معلوماتو کې ویلي دي، چې وړمه ورځ د دې ولایت د پوهنتون لیلیې او کادري روغتون ته دیارلس قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي او اړوندو مسوولینو ته یې د کتني پلاوي په شتون کې سپارلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغو خوراکي توکو کې؛ ۵۲۸۰ کیلو ګرامه وریجې، ۲۰۲۵ کیلوګرامه غوړي، ۸۰۰ کیلوګرامه بوره، ۸۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۱۰۰ کیلوګرامه نخود، ۳۸۴ کیلوګرامه رُب، ۴۴۰ کیلوګرامه د خوړو مالګه، ۱۰ کیلوګرامه زیره، ۳۰ کیلوګرامه شین چای، ۷۰ کیلوګرامه دال نخود،، ۱۲ کیلوګرامه تور چای، ۱۰ کیلوګرامه د قورمې مساله او ۲ کیلوګرامه د چای هیل شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو د وړاندې کولو په موخه خوراکي توکي په منظم ډول دولتي ادارو ته لېږدوي او پر دوامدارې څارنې او ارزونې ټینګار کوي.
