ارزاقو امارتي شرکت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ۷ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۲۹
M

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د لومړي ځل لپاره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ۷ قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو د پراختیا آمر اسدالله ابراهیمي وویل، چې د شرکت د اکمالاتي خدمتونو په لړۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت هم شامل شوی دی. د هغه په وینا، شرکت وړمه ورځ د خپلو امکاناتو او ظرفیتونو پر مټ یاد وزارت ته د اړتیا وړ خوراکي توکي په بریالیتوب سره ولېږدول.

ابراهیمي زیاته کړه، چې په لېږدول شویو توکو کې ۳۶۶۱۰ کیلوګرامه وریجې، ۸۴۴۰ لیټره غوړي، ۴۷۰۰ کیلوګرامه بوره، ۱۳۰۰ کیلوګرامه مالګه، ۹۰ کیلوګرامه مساله، ۲۵۰ کیلوګرامه چای او ۷۰۰۰ کیلوګرامه لوبیا شامل دي.

نوموړي دا هم وویل، ارزاقو امارتي شرکت ژمن دی، چې د ټولو امارتي ادارو اړتیاوې د لوړ کیفیت، روڼتیا او پر وخت خدمتونو له لارې پوره او د خپلو چوپړتیاوو او فعالیتونو د لا پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۳:۴۴
Background image

د کابل پوهنتون امام بخاري (رح) لیلیې ته دیارلس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ نن ورځ دیارلس قلمه خوراکي توکي د کابل پوهنتون امام بخاري (رح) لیلیې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

د ستوماتولوژي تدریسي روغتون ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون ته د اړتیا وړ ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د شرکت د پروژو د تطبیق آمر جان محمد عمري وويل،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۳:۲۷
Background image

لغمان ولایت کې د ارزاقو مدیریت د نوې اداري ودانۍ او ۱۶ هټیو د جوړولو چارې پیل شوې

 د لغمان ولایت د ارزاقو مدیریت لپاره د نوې اداري ودانۍ او ۱۶ هټیو د جوړولو چارې پیل شوې.

د لغمان د ارزاقو لوی مدیر وحیدالله الکوزي په خپلو رالېږل شویو معلوماتو کې ویلي، چې وړمه ورځ د. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all