د کابل پوهنتون امام بخاري (رح) لیلیې ته دیارلس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست تر چتر لاندې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ نن ورځ دیارلس قلمه خوراکي توکي د کابل پوهنتون امام بخاري (رح) لیلیې ته ولېږدول.
د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق آمر جان محمد عمري وویل، چې دغه د اړتیا وړ خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د یاد پوهنتون لیلیې اړوند مسوول ته وسپارل شول.
نوموړي زیاته کړه، چې په یادو خوراکي توکو کې؛ ۲۸۸۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۰۸۰۰ کیلوګرامه غوړي، ۶۰۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۷۵۰ کیلوګرامه خام نخود،۱۰۰۰ کیلوګرامه د خوړو مالګه، ۳۶۰۰ کیلوګرامه میده بوره، ۲۱۵ کیلوګرامه شین چای، ۴۵ کیلوګرامه زیره، ۱۲ کیلوګرامه د چای هیل، ۷۵ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۳۰ کیلوګرامه کورکمن، ۱۴۰ کیلوګرامه رنګ شیرین او ۴۵ کیلوګرامه د وریجو څلور مساله شامل دي.
د ویلو ده، چې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو په دوام؛ د هېواد د پوهنتونونو لیلیو او نورو امارتي ادارو سره د شویو تړونونو له مخې، خوراکي توکي په منظم ډول برابر او لېږدوي.
