د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې ناسته ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۳۷
M

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.

په دې ناسته کې د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع‌الله مجروح، د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي سید نیک محمد معتصم، د تدارکاتو، املاکو، مالي، د سوداګریزو پراختیا، د پروژو د تطبیق، د کارکوونکو چارو او خدماتو آمرینو او همدارنګه د کنټرول، پلټنې او پلان مدیرانو ګډون کړی و.

د ناستې په پیل کې د شرکت اړوند د املاکي، مالي، تدارکاتي او د پروژو د تطبیق موضوعاتو سربېره؛ د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول او یو شمېر غوښتنې او ستونزې تر بحث لاندې ونیول شوې.

په دې ناسته کې د اجنډا له مخې؛ ډېری هغه موضوعات، چې د شرکت له بنسټیزو کاري لومړیتوبونو څخه شمېرل کېدل، د اجرایوي کمېټې له لوري تایید او د نورو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

د غونډې په پای کې د اجرایوي کمېټې مشر مولوي عبدالرازق رفیع د شرکت د فعالیتونو د لا ښه والي، د خدمتونو د وړاندې کولو او فعالیتونو د بهیر د چټکولو او پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او په ځینو برخو کې یې اړینې سپارښتنې هم وړاندې کړې.

ناسته د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

د لغمان پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د لغمان ولایت د ارزاقو لوی مدیر وحیدالله الکوزي په رالېږلي معلوماتو کې ویلي دي، چې نن یې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د دې ولایت پوهنتون لیلیې ته لېږدولي دي. نوموړي زیاتوي، چې یاد توکي د کتنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په بلخ ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت سوداګریز مارکېټ پرانیستل شو

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت سوداګریز مارکېټ د پرانستې مراسمو په ترڅ کې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد مارکېټ د پرانستې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۳۹
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د سمنګان پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

 تېره ورځ د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت د پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول.

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر محمدجان فایز په رالېږلي معلوماتو کې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all