د ارزاقو امارتي شرکت فعالیتونه او خدمتونه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۲:۳۶
wherehouse

 د ارزاقو امارتي شرکت د اساسي او غیر اساسي برخو له لارې ولس ته ارزښتناکه خدمتونه وړاندې کوي.

اساسي فعالیتونه او خدمات

د ارزاقو امارتي شرکت اساسي فعالیتونه د دولتي او غیر دولتي ادارو لپاره د خوراکي توکو برابرولو ته ځانګړي شوي دي، چې دا چاره د مختلفو قراردادونو له مخې ترسره کېږي.

غیر اساسي فعالیتونه

غیر اساسي فعالیتونه د شرکت جایدادونو ته ځانګړي شوي، چې پکې سوداګریز مارکیټونه، کرنیزې ځمکې، اوسپنیز، سمینټي او سرپوښ لرونکي ګودامونه شامل دي. دا جایدادونه د کرایې او قرارداد له لارې سوداګرو او عامو خلکو ته د کار او سوداګرۍ لپاره ورکول کېږي.

د ارزاقو امارتي شرکت پرمختګ

د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو راهیسې د ارزاقو امارتي شرکت فعالیتونه ۸۰ سلنه پرمختګ کړی او د شرکت کړنې لا ګړندۍ شوې دي. د شرکت مشرتابه هڅه کوي، چې دا بدلونونه نور هم مثبت لوري ته بوځي.

د شرکت جایدادونه او سوداګریز فعالیتونه

د شرکت د سوداګریزو فعالیتونو په لړ کې، د ننګرهار او لغمان ولایتونو سوداګریز مارکیټونه معرفي شوي، او نن د څرخي‌ پل د سیمې تجارتي ګودامونو ته لنډه کتنه کوو.

د کابل پکتیاکوټ صنعتي پارک ګودامونه
په پلازمېنه کابل، د پکتیا کوټ صنعتي پارک کې، د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۶ لوی ګودامونه شتون لري، چې ۶۸۰۰۰ متر مربع ځمکه احتوا کوي او د سوداګریزو چارو لپاره مناسب ځای بلل کېږي.
دا ګودامونه د زرهاوو ټنو خوراکي توکو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې کولی شي د خوراکي توکو د ناورین په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

د ارزاقو امارتي شرکت د جایدادونو مسؤلین وایي، چې له دغو ۶ ګودامونو څخه یو د شرکت اړینو خوراکي توکو لپاره ځانګړی شوی او پاتې پنځه نور د قرارداد له لارې دولتي ادارو او خصوصي شرکتونو ته سپارل شوي دي.

د کاري فرصتونو ایجاد

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو اساسي او غیر اساسي فعالیتونو له لارې، تر دې دمه 4000 تنو ته مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه برابر کړي دي. د شرکت مسؤلین هڅه کوي، چې دا شمېره نوره هم لوړه کړي.

ټیپیک مغازې

د ارزاقو امارتي شرکت په کابل ښار کې ۱۲ ټیپیک مغازې لري، چې ساتنه او مدیریت یې د شرکت لخوا کېږي. دا مغازې اوس مهال یادې مغازې  د ساتنې او د شرکت عوایدو په موخه په کرایې ورکړل شوي دي. 

د اقتصادي پراختیا لپاره هڅې

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو شته جایدادونو له لارې نه یوازې د شرکت عواید زیاتوي، بلکې ګڼو هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم برابروي. دا پروسه د خلکو پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز لري او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټوره تمامېږي.

راتلونکی هدف

زموږ اساسي هدف دا دی، چې د ارزاقو امارتي شرکت د خوراکي توکو د برابرولو ترڅنګ، خپل ټول جایدادونه په تجارتي ګټو واړوو او خلکو ته د کار زمینې برابرې کړو، ترڅو د هېواد اقتصادي پرمختګ ته لا زیات وده ورکړو.

#نشراتوــمدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all