د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۱:۵۶
Office

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع‌الله مجروح، د سوداګریزو چارو پراختیا رییس ، د تدارکاتو، املاکو، مالي، د پروژو د تطبیق، د کارکوونکو چارو او خدماتو آمرینو، همدارنګه د پلټنې او پلان مدیرانو ګډون کړی و. غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

د غونډې په پیل کې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع خبرې وکړې او د شرکت د لاسته راوړنو، کاري پرمختګ او د ځینو ستونزو د حل په اړه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

ورپسې په غونډه کې د نویو موضوعاتو په اړه، چې په اجنډا کې ځای پر ځای شوې وې هر اړخیز بحث وشو. یادو موضوعګانو کې ډېری د تدارکاتو، املاکو، مالي او پروژوي برخې پورې تړاو لرلې، چې د کمېټې له لوري د تائید وړ وګرځېدې.

د غونډې په پای کې د اجرائیوي کمېټې مشر مولوي عبدالرازق رفیع د شرکت د کړنو د لا ښه والي او د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي وویل، چې د هر راز ستونزو د حل او رسېدنې په برخه کې باید کوټلي ګامونه پورته شي.

غونډه د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د کاپیسا البیروني پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر قاري فریدون مصلح وویل، چې وړمه ورځ د دې ولایت د پوهنتون  لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي لېږدولي او د پوهنتون اړوند مسوول ته یې سپارلي دي.

نوموړي زیاته کړه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۱۴
Background image

د سرپل ولایت د ارزاقو اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو لیدنه وشوه

د سرپل د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر فضل‌الدین امید وویل، چې وړمه ورځ یې د ارزاقو مدیریت د نوي اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو څخه لیدنه او څارنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د ودانۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۴
Background image

د بامیانو د ارزاقو مدیر د دې ولایت د عامې روغتیا له رییس سره وکتل

د بامیانو ولایت د ارزاقو لوی مدیر نعمت الله رحمتي خبر ورکوي، چې نن ورځ یې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رییس سره لیدنه کړې ده.

نوموړي څرګنده کړه، چې په دې کتنه کې د روږدو کسانو د درملنې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all