د ارزاقو امارتي شرکت په جایداد باندې د پانګې اچونې د داوطلبۍ خبرتیا !

org_admin
Ivest

Publish Date

Closing Date

Location پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان

ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې  د عامه او خصوصي مشارکت د قانون سره سم د خپل اړوند ۸۰۰۰ متر مربع جایداد، چې د کندز ولایت د امام صاحب په بندرکې موقعیت لري، د یوه عصري پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ د عامه او خصوصي مشارکت له لارې جوړ کړي.

اشخاص او شرکتونه، چې د شرایطو وړ وي او غواړي، چې په یاد ملکیت کې پانګونې وکړي، خپلې طرحې او پروپوزل د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) د قانون له مخې؛ د اعلان د خپرېدو له نیټې څخه تر ۲۸ ورځو پورې، د ارزاقو امارتي شرکت د املاکو آمریت ته، چې د کابل ښار د درېیمې ناحیې د مرکزي سیلو تر څنګ موقعیت او يا د ارزاقو امارتي شرکت ولایتي مدیریت ته، چې د کندز ولایت د ښار  په ۴ ناحیې کې موقعیت لري  وسپاري.

د شرطپاڼې کاپي د ټاکلې بیې په بدل کې ترلاسه او د طرحو د څېړنې او ارزونې وروسته تضمین په نقدي توګه اخیستل کېږي.

د لازیاتو معلوماتو لپاره غوښتونکي کولی شي¸چې په 2510649 ـ 020  شمېرې اړیکه ونیسي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۴:۹ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

​​​​​​​د داوطلبۍ خبرتیا

ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د خپل ملکیت اړوند، د ده کیپک په سیمه کې واقع  یو باب (۸) نمبر مغازه، په میاشتني ډول په(۳۲۳۰۰) افغانیو کرایه ورکړي.

اشخاص او شرکتونه، چې یاد جایداد . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۴:۱ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د مرکزي سیلو ترڅنګ  د خپل ملکیت  پورې د (۱۰) نمبر مغازې څلور بابه خونې( اطاقونه) په میاشتني ډول په(۸۰۰۰) افغانیو کرایه ورکړي.

اشخاص او شرکتونه، چې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۲۴ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍاعلان

ارزاقو امارتي شرکت په پام لري، چې د خپل اړوند ملکیت پورې ۸۳۱۰ متر مربعه ځمکه، چې د چاریکار ښار، د کابل بندر ترڅنګ موقعیت لري د آزادې داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي.

راجستر شوي شرکتونه . . .

Back to tenders