د بامیانو د ارزاقو مدیر د دې ولایت د عامې روغتیا له رییس سره وکتل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۴
B

د بامیانو ولایت د ارزاقو لوی مدیر نعمت الله رحمتي خبر ورکوي، چې نن ورځ یې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رییس سره لیدنه کړې ده.

نوموړي څرګنده کړه، چې په دې کتنه کې د روږدو کسانو د درملنې روغتون ته د خوراکي توکو د رسولو پر څرنګوالي، اړوندو ستونزو ته رسېدنه او په نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

رحمتي زیاته کړه، چې په دې کتنه کې د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدغني صمیم غوښتنه وکړ، چې د اړتیا پر مهال دې خوراکي توکي په ټاکلي وخت نوموړي روغتون ته ولېږدول شي، چې د ارزاقو مدیریت له لوري د ژمنې او همکاریو ډاډ ورکړل شو.

د ارزاقو مدیر همداراز ډاډ څرګند کړ، چې د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د روږدو کسانو د درملنې روغتون مسوولین د ارزاقو امارتي شرکت له خدمتونو څخه خوښ دي او تر دې دمه کومه جدي ستونزه نه لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all