د خیرخانې لومړۍ نمبر وړکتون ته ۷ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۴:۱۰
Office

د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق مسوول جان‌محمد عمري وايي، چې د تېرې اونۍ په وروستۍ ورځ یې اوه قلمه خوراکي توکي د وړکتونونو ریاست اړوند د خیرخانې لومړۍ نمبر وړکتون ته لېږدولي دي.

نوموړي زیاتوي، چې په یادو خوراکی توکو کې ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه وریجې،۷۰۲۰ کیلوګرامه غوړي، ۴۷۵۰ کیلوګرامه پوډري او غوړ لرونکي شیدې، ۵۰۰ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۴۰۰۰ کیلوګرامه بوره، ۷۰۲۰ کیلوګرامه کانفلور او ۵۰۰ کیلوګرامه پېښوري دال شامل دي.

عمري څرګندوي، چې پورتني خوراکي توکي د یاد وړکتون اړوند مسوول ته سپارلي او د ارزاقو امارتي شرکت له خدمتونو څخه خوښي ښودلې ده.

هېره دې نه وي، چې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریز پلان او د ۱۴۰۴ مالي کال پلان پر بنسټ؛ خپلې چارې په منظم ډول پر مخ وړي او دا مهال د هېواد په کچه غوره، منظم او باکیفیته خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۳۹
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د سمنګان پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

 تېره ورځ د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت د پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول.

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر محمدجان فایز په رالېږلي معلوماتو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۶
Background image

په ارزاقو امارتي شرکت کې دوه تنه کارکوونکي وګمارل شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت په دوو خالي پنځم بستونو کې دوه تنه وړ او مسلکي کارکوونکي وګمارل شول او خپلې دندې یې په رسمي توګه پیل کړې.

هغه مراسم، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

د ارزاقو او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکتونو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو.

دغه ۲۳ ماده ئیز. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all