د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي ولېږدول.
د پکتیکا ولایت د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر کلیم الله ابراهیمي په رالېږلي معلوماتو کې ویلي، چې یاد خوراکي توکي د مرکز له ګودامونو څخه پکتیکا ولایت ته انتقال او د ولایتي مدیریت له لوري تر ترلاسه کولو وروسته، دکتنې پلاوي په شتون کې د پوهنتون اړوند مسوول ته وسپارل شول.
د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کی وریجې، لوبیا، مایع غوړي، بوره، شین چای، وچې شیدې، د خوړو مالګه، د بانجان رومیو رُب او نور د اړتیا وړ مواد شامل دي.
ابراهیمي زیاته کړې، چې سبزي، مېوه، وچه ډوډۍ او غوښه په ورځنۍ ډول د یاد پوهنتون د استادانو لیلیې ته لېږدول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د دې شرکت د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.
