د کابل پوهنتون مرکزي لیلیې ته یولس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۳:۱۴
K

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریز پلان او د ۱۴۰۴ مالي کال منظور شوي پلان پر بنسټ؛ تېره ورځ یې یولس قلمه خوراکي توکي د کابل پوهنتون مرکزي لیلیې ته ولېږدول.

د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق آمر جان محمد عمري وویل، چې دغه د اړتیا وړ خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د یاد پوهنتون لیلیې اړوند مسوول ته وسپارل شول.

نوموړي زیاته کړه، چې په یادو خوراکي توکو کې؛ ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۳۳۷۵ کیلوګرامه مایع غوړي، ۸۷۵ کیلوګرامه لوبیا، ۱۵۰ کیلوګرامه لوی نخود،۸۵۰ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۱۵۰۰ کیلوګرامه بوره، ۸۰ کیلوګرامه شین چای، ۲۰ کیلوګرامه زیره، ۴ کیلوګرامه د چای هیل، ۳۰ کیلوګرامه د دیګ مساله او ۲۰ کیلوګرامه زردچوبه شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت دا مهال په مرکز او ولایتونو کې ګڼو دولتي روغتونونو، پوهنتونونو، روزنتونونو، دارالعلومونو او دیني مدرسو ته د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد بهیر چټک کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۸
Background image

ارزاقو امارتي شرکت؛ د خوراکي توکو د برابرولو باوري سرچینه!

ارزاقو امارتي شرکت په هېواد کې یوازینی دولتي شرکت دی، چې د خپلو ژمنو او مسوولیتونو له مخې دولتي ادارو ته د خوراکي توکو د تدارک، لېږد او وېش چارې پر مخ وړي. دغه شرکت تر اوسه توانېدلی، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۷
Background image

د لغمان ولایت د معتادینو۳۰ بستریز روغتون ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، تېرې ورځ د لغمان ولایت د معتادینو د درملنې ۳۰ بستریز روغتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د لغمان ولایت د ارزاقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۷
Background image

د سرپل پوهنتون استادانو ته شپږ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري نن د دې ولایت پوهنتون استادانو ته شپږ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي ولېږدول شول.

د یاد ولایت د ارزاقو مدیر مولوي حکمت الله وحدت په رالیږلي خبر کې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all