د کاپیسا ولایت د ارزاقو لوی مدیر د روزنتون له پروژې لیدنه وکړه؛

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۴:۵۳
M

د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر قاري فریدون مصلح د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو دښه تطبیق او عملي کولو په موخه وړمه ورځ د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون ته ورغی او د پروژې څارنه یې وکړه.

قاري فریدون مصلح په داسې حال کې له یاد روزنتون څخه لیدنه وکړه چې په دې وخت کې د روزنتون زده کوونکو ته د غرمې پخلی او د ډوډۍ وېش لړۍ روانه وه.

په دې څارنه کې د روزنتون آمر هم شتون درلود او د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د ښه تطبیق په اړه یې ډاډ څرګند کړ.

هغه وویل، چې تر دې دمه د کاپیسا ولایت اړوند روزنتون د پروژې په پلي کولو کې کومه تشه نه ده لیدل شوې او د ارزاقو مدیریت کړنې یې د ستایلو وړ وبللې.

قاري فریدون مصلح همدارنګه زیاته کړه چې د ارزاقو امارتي شرکت د موجودو پروژو تطبیق او عملي کول په دې ولایت کې د مدیریت تر څارنې لاندې پر مخ ځي، چې پدې پروژو کې د خامو توکو اکمال او پخلی شامل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all