د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۱۶
office

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت په ریاست کې د حمیدالله عبداللهي پر مشرۍ ترسره شوه.

په غونډه کې د سوداګرۍ وزارت استازي مولوي محمداجمل ادریس، د اقتصاد وزارت استازي عبداللطیف یوسفزی، د مدیره پلاوي غړي، د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع، د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع‌الله مجروح او د مالی، تدارکاتو، کارکوونکو، سوداګریزو چارو د پراختیا او جایدادونو آمرینو ګډون درلود.

د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د غونډې پر مهال د شرکت د چارو د اغېزمنتیا او لا پرمختګ په اړه خپلې څرګندونې او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د مدیره پلاوي په غونډه کې د شرکت د پرمختګ او د خدماتو د لا ښه‌ والي په تړاو څو مهم موضوعات وڅېړل شول. د دې غونډې په اجنډا کې د شرکت پر مالياتو بحث، د شرکت د ولایتي او مرکزي جایدادونو لپاره د قیمت اېښودنې پروسه، د ګدامونو لپاره د خوراکي توکو د خوندي ساتنې په موخه د برېښنايي سیستم رامنځته کول، د امنیتي کامرو لګول او د شرکت په انګړ کې د کونیکس کانټینرونو اېښودل شامل و، چې د مدیره پلاوي له لوري تائید او پرې لازمې پرېکړې وشوې.

په پای کې د مدیره پلاوي رییس حمیدالله عبداللهي د شرکت د چارو د ښه پرمختګ په اړه خبرې او تحلیلي څرګندونې وکړې او غونډه د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all