د نیالګیو ایښودلو په اړه د ارزاقو امارتي شرکت د مشرتابه پیغام؛

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۱:۵۴
Tree

راځئ، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په پسرلي کې د میوه لرونکو او غیر میوه لرونکو نیالګیو ایښودلو په کار پيل وکړو.

درنو هېوادوالو!

خپل ګران هېواد افغانستان د نیالګیو ایښودلو سره زرغون کړئ او چاپېریال ته يې رنګینې ښکلاوې ور په برخه کړئ.

قدرمنو هېوادوالو!

یو نیالګی ایښودل او په ثمر رسېدل د انسان لپاره لویه صدقه ده او د ثواب تله یې د آخرت په ورځ درنېږي. ځکه چې د ونو له سیوري او میوې څخه نه یوازې انسان ګټه اخلي؛ بلکې د ځمکې پر سر حیوانات، خزنده ګان او د هوا الوتونکي هم برخمن کیدلای شي.

د نیالګیو ایښودل به را روان نسل ته دا په ډاګه کړي، چې موږ د هېواد په زرغونولو او سمسورولو کې هڅې کړې دي او دغه د نیالګیو اېښودلو فرهنګ به راتلونکو نسلونو ته د ميراث په توګه پاتې وي.

متدینه ولسه!

که غواړئ، چې روغ او صحتمن اوسئ او د پاکې هوا نه ښه اکسیجن تنفس کړئ، نو همدا نن هڅه وکړئ، چې د خپل اوسېدو چاپېریال په نیالګیو ایښودلو زرغون کړئ او طبیعت ته لا ښکلا ورپه برخه کړئ.

ومن الله التوفیق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all