بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۹
Balkh

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري تېره ورځ بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي واستول شول.د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر محمدکاظم مهدي یار وایي، چې یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د پوهنتون اړوند مسوول ته وسپارل شول.

نوموړی زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې ۶۴۶۲ کیلوګرامه وریجې، ۷۱۵ کیلوګرامه بوره، ۴۴۰ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۴۱ کیلوګرامه شین چای، ۱.۴کیلوګرامه هیل ، ۸ کیلوګرامه زیره ، ۱۳ کیلوګرامه د دیګ مصاله او ۵ کیلوګرامه زردچوبه شامل دي.

د مهدي یار په وینا؛ د بلخ پوهنتون مسوولینو د ارزاقو امارتي شرکت له خدمتونو خوښي څرګنده کړې او د شرکت چارې ستایې، چې پر وخت او په لوړ کیفیت سره د پوهنتون د لیلیې اړتیاوې پوره کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت په دې ورځو کې د هېواد پوهنتونونو، روغتیايي مرکزونو، دیني مدرسو او روزنتونونو ته د خوراکي توکو د لېږد ترڅنګ؛ د څارنې او ارزونې پروسې هم چټکې کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all