د ارزاقو امارتي شرکت اداري غونډه جوړه شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۳:۱۳
7

د ارزاقو امارتي شرکت اداري غونډه جوړه شوه

د سلواغې دويمه:

د کاري چټکتيا، د لا ښه والي، د ستونزو د حل، همداراز د ارزاقو امارتي شرکت د فعاليتونو، کړنو او لاسته راوړنو په موخه اداري غونډه جوړه شوه، چې مشري يې د نوموړي شرکت اجراٸيوي رييس ښاغلي مولوي عبدالرازق رفيع کوله. په دې اونيزه غونډه کې د مالي او اداري چارو او سوداکريزو چارو رييسانو په کډون ددې ادارې آمرينو او مديرانو ګډون کړى وو.

غونډه د سپيڅلي قران په څو مبارکو آياتونو پيل شوه او د غونډې د اجنډا له مخې ټولو ګډونوالو ته د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي عبدالرازق رفیع او د تېرې غونډې په پايلو او نتايجو خبرې وکړې.

په جوړه شوې غونډه کې د مالي او اداري، تدارکاتو، سوداګريزو پرمختيا، پلان او پاليسي، خدماتو، د کارکوونکو چارو آمرينو او مديرانو په ترتيب سره خپل کاري راپورونه د غونډې له برخوالو سره شريک او د چارو د پرمختګ په برخه کې هم يو لړ وړانديزونه د غونډې اداري پلاوي ته وړاندې کړل.

وروسته د ارزاقو امارتي شرکت اجراٸيوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع ټولو کارکوونکو ته په چارو کې د لاپرمختګ غوښتنه وکړه او وې ويل، چې د مسووليتونو د اداينې ترڅنګ هڅې وشي، ترڅو په چارو کې لازيات پرمختګونه، نوښتونه او لاسته راوړنې ترسره شي.

همداراز ښاغلي رفيع د شرکت د کارکوونکو هلې ځلې د ستاينې وړ وبللې او په چارو کې يې د لازياتو برياوو غوښتونکى شو.د غونډه په پاى کې يو لړ پرېکړې، غوښتنې او وړانديزونه وشول، چې په راتلونکي به ورته رسيدنه وشي.

#دنشراتومديريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all