د ارزاقو امارتي شرکت له لوري اته قلمه خوراکي توکي د بلخ ولایت عامې روغتیا ته ولېږدول شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۱۳
Balkh

د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر محمدکاظم مهدي ‌یار وایي، چې تېره ورځ یې اته قلمه خوراکي توکي د دې ولایت عامې روغتیا ریاست ته  لېږدولي دي.

نوموړی زیاتوي چې، په دې خوراکي توکو کې ۹۹۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۲۱۸۰ کیلوګرامه غوړي، ۲۴۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۲۵۰ کیلوګرامه رُب، ۶۸۰ کیلوګرامه ممیز(کشمش)، ۳۸۰ کیلوګرامه میده بوره، ۱۵ کیلوګرامه د دیګ مصاله او ۸۶۸ کیلوګرامه اعلی درجه بسکویت شامل دي، چې د کتنې پلاوي په شتون او د ټاکل شویو معیارونو سره سم د اړوندې برخې مسوول ته تسلیم شول.

مهدي ‌یار ډاډ څرګند کړ، چې  د بلخ ولایت د عامې روغتیا مسوولین د خوراکي توکو د لېږد له پروسې خوښي څرګندوي او د ارزاقو امارتي شرکت له خدمتونو تود هرکلی کوي.

د یادونې وړ ده، چې د خوراکي توکو د لېږد، وېش او څارنې بهیر د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریتونو له‌ خوا په ټولو ولایتونو کې په دوامداره توګه ارزول کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all