د ارزاقو امارتي شرکت له لوري کونړ ولایت سیدجمال الدین افغان پوهنتون ته ۱۰ قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول؛

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۵
Kunar

د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق مسوولان وايي، چې وړمه ورځ یې د کونړ ولایت سیدجمال الدین افغان پوهنتون شپه غالي (لیلې) ته لس قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول.

د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق مسوولان زیاتوي، چې په دغو خوراکي توکو کې ۴۵۰۰ کیلو ګرامه وريځې، ۱۷۴۰ لېټره مایع غوړي، ۱۰۰۰ کیلو ګرامه لوبیا، ۴۰۰ کیلو ګرامه مالګه، ۶۰۰ کیلو ګرامه بوره، ۴۰ کیلو ګرامه شین چای، ۲۵۰ کیلو ګرامه اومه نخود، ۱۵ کیلو ګرامه زيره، ۲۰ کیلو ګرامه د دیګ مساله او ۲ کیلو ګرامه هیل شامل دي.

د پروژو د تطبیق د مسوولانو په خبره؛ یاد خوراکي توکي د یوه میاشتې (وري یا حمل) چې د پوهنتون د غوښتنې او اړتیا پوره کولو په اساس انتقال او د پوهنتون اړوند مسوول ته تسلیم شول.

پاتې دې نه وي، چې د تازه خوراکي توکو د لېږد چارې په ورځنۍ توګه د هېواد پوهنتونونو، روزنتونونو، دارالعلومونو او روغتونونو ته د ارزاقو امارتي شرکت لخوا ترسره کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all