د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري اته قلمه خوراکي توکي د ورس ولسوالۍ روزنتون ته ولېږدول شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۴:۵۵
off

د بامیانو ولایت د ارزاقو لوی مدیر زمری لعلی وایي، چې وړمه ورځ یې اته قلمه خوراکي توکي د ورس ولسوالۍ روزنتون ته ولېږدول.

نوموړی زیاتوي، چې په دې خوراکي توکو کې ۳۸۷ کیلوګرامه وریجې، ۱۴۰ کیلوګرامه غوړي، ۹۳ کیلوګرامه لوبیا، ۴۳ کیلوګرامه رُب، ۱۹ کیلوګرامه شین چای، ۵۸ کیلوګرامه بوره، ۲۵ کیلوګرامه مالګه او ۳۶ کیلوګرامه وچې شیدې شاملې دي، چې یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د روزنتون اړوند مسوول ته تسلیم شول.

همداراز د ارزاقو مدیر وایي، چې د یادو خوراکي توکو ترڅنګ یې ۳۱۰ کیلوګرامه اوبل ګاز هم لېږدولي دي.

لعلي ډاډ څرګند کړ، چې د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د کار او ټولنیزو چارو اړوند روزنتون مسوولین د خوراکي توکو د لېږد له پروسې خوښي څرګندوي او د دې شرکت له خدمتونو تود هرکلی کوي.

د یادونې وړ ده، چې د خوراکي توکو د لېږد، وېش او څارنې بهیر د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریتونو له‌خوا په ټولو ولایتونو کې په دوامداره توګه ارزول کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all