د داوطلبۍ (مزایدې) خبرتیا
Publish Date
Closing Date
ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، خپل اړوند یو هنګر (اوسپنیز ګدام) چې د پکتیا کوټ، د څرخي پله کې د سپین زر غوړیو فابریکې ترڅنګ موقعیت لري، په میاشتنۍ ډول د ۱۲۲۵۰۰ افغانیو بدل کې په کرایه ورکړي.
هغه کسان او شرکتونه، چې په شرایطو برابر او یاد جایداد ته اړتیا او له ټاکلې کرایې څخه د زیاتې کرایې ورکولو توان ولري. نو کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۱ ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د ارزاقو امارتي شرکت د املاکو آمریت ته، چې د مرکزي سیلو ترڅنګ موقعیت لري وسپاري او د داوطلبۍ (مزایدې) په ورځ دې حاضر واوسي. شرطپاڼه د ټاکلې بیې په بدل کې ترلاسه او تضمین په نغدي توګه اخیستل کیږي.
غوښتوونکي کولای شي، د لا زیاتو معلوماتو لپاره له دې شمېرې سره اړیکه ونیسئ. ۰۲۰۲۵۱۰۶۴۹
