د سرپل ولایتي روغتون ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۲
S

د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت، ولایتي روغتون ته د اړتیا وړ اته قلمه خوراکي توکي لېږدولي او سپارلي دي.

د سرپل د ارزاقو مدیریت د مالي او اداري مدیر فضل‌الدین امید په رالیږلي معلوماتو کې ویلي، چې وړمه ورځ یې  ولایتي روغتون ته اته قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي او د کتني د پلاوو له ارزونې او تایید وروسته په رسمي توګه د روغتون اړوندو مسوول ته وسپارل شول.

د هغه په وینا، په لېږدول شویو توکو کې؛ ۳۰۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۲۰۰۰ لیټره غوړي، ۲۰۰ کیلوګرامه شین چای، ۵۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۲۰۰ کیلوګرامه د روميانو رُوب، ۱۰۰ کیلوګرامه سره ممیز، ۵۰۰ کیلوګرامه بوره او ۱۰۰ کیلوګرامه مالګه شامل دي. همدارنګه، د دغو توکو ترڅنګ ۹۰۰ کیلوګرامه اوبلن ګاز هم یاد روغتون ته لېږدول شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت له لوري د شویو تړونونو له مخې، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د خوراکي توکو د لېږد بهیر په منظم ډول روان دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، په دې وروستیو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۵۳
Background image

د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد روغتون ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د لوړو زده کړو له وزیر سره وکتل

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د لوړو زده کړو له وزیر شیخ ندا محمد ندیم سره د دغه وزارت په کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، په دې وروستیو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۵۳
Background image

د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد روغتون ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۳۴
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس بامیان ولایت ته سفر وکړ

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه په بامیان ولایت کې. . .