د کاپیسا البیروني پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۴۲
K

د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر قاري فریدون مصلح وویل، چې وړمه ورځ د دې ولایت د پوهنتون  لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي لېږدولي او د پوهنتون اړوند مسوول ته یې سپارلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغو خوراکي توکو کې؛ ۲۸۸۰ کیلو ګرامه وریجې، ۱۳۵۰ کیلوګرامه اوبلن غوړي، ۶۰۰ کیلوګرامه میده بوره، ۴۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۵۰ کیلوګرامه خام نخود، ۱۹۲ کیلوګرامه د بانجانو رومیو رُب، ۴۰۰ کیلوګرامه د خوړو مالګه، ۷ کیلوګرامه زیره، ۵۰ کیلوګرامه شین چای او ۷ کیلوګرامه زرد چوبه شامل دي. همداراز هغه څرګنده کړه، چې تازه خوراکي توکي لکه مېوې او ترکاري باب په ورځنۍ ډول لیږدول کیږي.

د یو بل خبر له مخې؛

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله رحمتي خبر ورکوي، چې تېره ورځ یې د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه څارنه او ارزونه کړې ده. نوموړي وویل، چې د یاد روزنتون د خواړو د وېش او پخلي بهیر له نږدې وڅاره او د چارو ارزونه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت په ریاست کې جوړه شوه، چې مشري یې حمیدالله عبداللهي کوله. په یاده غونډه کې د شرکت پر بنسټیزو، سوداګریزو او خدماتي فعالیتونو، مالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

د سرپل ولایت مقام د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس هڅې وستایلې

د سرپل ولایت مقام له لوري د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کړنې، هلې ځلې او خدمتونه وستایل شول او نوموړي ته په دې موخه ستاینلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۰
Background image

د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان پر دوام؛ د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all