په سرپل ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت جایدادونه؛

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴
S

د ارزاقو امارتي شرکت د جایدادونو د پېژندنې له لړۍ دا ځل غواړو، چې تاسو قدرمنو لوستونکو ته د سرپل ولایت د ارزاقو امارتي شرکت د جایدادونو په هکله معلومات وړاندې کړو.

د ارزاقو امارتي شرکت چې یو بشپړ امارتي شرکت دی، د خپلو اساسي فعالیتونو ترڅنګ سوداګریز پلانونه او چارې پر مخ بیايي. دغه شرکت د شته جایدادونو څخه عواید د مشارکت یا غیر مشارکت قراردادونو او کرایو له لارې ترلاسه کوي.

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند جایدادونو څخه ګودامونه، سوداګریز مارکیټونه، هټۍ، کرنیزې ځمکې او نور شامل دي. سرپل ولایت له یادو جایدادونو برخمن او بډای ولایت دی،په سنګ چارک ولسوالۍ کې د ۱۳۵۰۰ متر مربع ځمکې پر سر ۱۰۰ فعال دکانونه لري، چې د عوایدو ترلاسه کولو په موخه په کرایه ورکړل شوي دي. همدارنګه ۱۷ نور دکانونه هم په یاده ولسوالۍ کې تازه د جوړېدو په درشل کې دي.

د همدغو هټیو ترڅنګ دوه بابه لوی ګدامونه هم شته ،چې یو یې سمینټي او بل یې اوسپنیز هنګر دی، دغه ګدامونه د سرپل ولایت د ارزاقو امارتي شرکت مدیریت لخوا په کرایه ورکړل شوي دي.

د سرپل ولایت د ارزاقو امارتي شرکت له جایدادونو څخه یو بل ګدام د ولایت مرکز ته نږدې موقعیت لري او د ارزاقو شرکت لخوا د فوتسال ورزشي لوبو ته په کرایه ورکړل شوی دی.

د سرپل ښار اړوند په دویمه ناحیه د دولتي اداراتو په سیمه کې د ارزاقو امارتي شرکت د ۲۵۲۰ متر مربع په اندازه ځمکه لري، چې احاطوي دیوال یې د سرپل د ارزاقو مدیریت په هلو ځلو راتاو شوی دی.

هېره دې نه وي، چې د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت له بریالیو فعالیتونو څخه یو هم د ارزاقوامارتي شرکت اړوند پروژو څارنه او کتنه ده، چې په ورځني ډول ترسره کیږي.

#د_نشراتو_مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all