​​​​​​​د داوطلبۍ خبرتیا

org_admin
T

Publish Date

Closing Date

Location پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان

د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت خپل اړوند یو باب هنګر، چې اوږدوالی یې (۴۸.۵۰) متره، سور یې (۱۸.۳۰) متره او لوړوالی یې (۶.۹۴) متره دی، د سانچارک ولسوالۍ په مرکز کې موقعیت لري، یاد جایداد د تدارکاتي او د امارتي شرکتونو د قانون له مخې د عوایدو د ترلاسه کولو په موخه د (۲) کلونو لپاره په کرایه ورکوي.

هغه اشخاص او شرکتونه، چې د شرایطو وړ وي او دغه جایداد ته اړتیا ولري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) ورځو پورې د ولایت مقام له لارې د سرپل ولایت د ارزاقو لوی مدیریت ته، چې د مستوفیت په اداره کې موقعیت لري وسپاري او د داوطلبۍ په ورځ دې حاضر واوسي. شرطپاڼه د ټاکلي بیې په بدل کې ترلاسه او تضمین به په نقدي توګه اخیستل کېږي.

غوښتونکي کولای شي، د لا زیاتو معلوماتو لپاره د سرپل ولایت د ارزاقو له لوی مدیریت سره په لاندې شمېرې اړیکه ونیسي: ۰۷۸۸۳۴۲۹۲۹

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۱۴ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

​​​​​​​د داوطلبۍ خبرتیا

د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت خپل اړوند یو باب هنګر، چې اوږدوالی یې (۴۸.۵۰) متره، سور یې (۱۸.۳۰) متره او لوړوالی یې (۶.۹۴) متره دی، د سانچارک ولسوالۍ په مرکز کې موقعیت لري، یاد جایداد د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۰ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د دواطلبۍ/ مزایدې خبرتیا

ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د خپل اړوند ملکیت پورې د لسم نمبر مغازې څلور بابه خونې (اطاقونه) چې د مرکزي سیلو ترڅنګ موقعیت لري، په میاشتني ډول په (۸۰۰۰) افغانیو کرایه ورکړي.

هغ . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۵۴ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

 د داوطلبۍ/ مزایدې خبرتیا؛

ارزاقو امارتي شرکت پورې اړوند یو جریب سپینه ځمکه، چې د خیرخانې مېنې د قلعه نجارانو په سیمه کې د ماشومانو د (۲) نمبر وړکتون ترڅنګ موقعیت لري، یو تن هېوادوال د ګل محمد په نوم غوښتنه کړې، . . .

Back to tenders