د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس کاپیسا، پروان او پنجشیر ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۳:۲
office

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د کاپیسا، پروان او پنجشیر ولایتونو څخه لیدنه وکړه او په یادو ولایتونو کې یې د شرکت د روانو پروژوي چارو څخه له نږدې څارنه او ارزونه ترسره کړه.

په دغه دوه ورځني سفر کې له اجرائیوي رییس سره، د پروژو د تطبیق آمر جان محمدعمري او د ریاست سکرتر رحماني عمیر هم ملتیا کوله. یاد پلاوي د شرکت د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر، د پروژو د تطبیق څرنګوالی او د کاري پرمختګونو وضعیت له نږدې وڅېړه.

مولوي عبدالرازق رفیع وویل، چې د دې سفر موخه؛ د پروژو د کیفیت لوړول، د شته ستونزو پېژندنه او د چارو د لا اغېزمنتیا لپاره ولایتي نمایندګیو استازو ته د لازمو لارښوونو وړاندې کول وباله. نوموړي ټینګار وکړ، چې ارزاقو امارتي شرکت ژمن دی، چې خپلې پروژې د ټاکلي معیارونو له مخې؛ پر وخت او په ښه کیفیت تطبیق کړي.

مولوي رفیع د دې سفر له مهمو لاسته راوړنو څخه د پروژو د تطبیق وضعیت ارزونه، د کار او ټولنیزو چارو له مسوولینو سره ښه همغږي، د خدمتونو د بهیر ښه والی او د راتلونکو کاري پلانونو لپاره د بنسټیزو خدمتونو وړاندې کول یاد کړ.

همداراز؛ له دې سفر وړاندې د شرکت سوداګریزو چارو رییس مولوي سیدنیک محمدمعتصم د سویل لویدیځ زون ولایتونو ته په همدې موخه سفر کړی و.

د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو پروژوي چارو د اغېزمنې څارنې او ارزونې لپاره د هېواد پنځو زونونو ته لس کسیز پلاوي استولي دي. څو د پروژو ښه تطبیق، د ستونزو هواري او د نورو برخو کاري راپورونه د شرکت اجرائیوي پلاوي ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all