ارزاقو امارتي شرکت د سمنګانو پوهنتون لیلیې ته پنځه قلمه خوراکي توکي ولېږدول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۰
S

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت د پوهنتون لیلیې ته پنځه قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول.

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر وویل، په دغو توکو کې ۱۲۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۰۶ کیلوګرامه غوړي، ۱۵۰ کیلوګرامه بوره، ۹ کیلوګرامه شین چای او د چای هیل شامل دي. هغه زیاته کړه، چې له دې توکو سره یو شمېر تازه خوراکي مواد هم لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا؛یاد خوراکي توکي د ۲۴۰ تنو زده کړیالانو او استادانو د یوې میاشتې اړتیا پوره کولو لپاره برابر شوي، چې د پوهنتون د لیلیې د مسوولینو په غوښتنه د شرکت له لوري چمتو او ولېږدول شول.

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال په څېر؛ سږ کال هم ارزاقو امارتي شرکت د خوراکي توکو د برابرولو، چمتو کولو او لېږد په برخه کې دولتي ادارو ته غوره خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوګر پوهنتون لیلیې او د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول شول

د لوګر ولایت د ارزاقو مدیر انجنیر محمد نعیم حبیبي په رالیږلي خبر کې ویلي، چې وړمه ورځ د لوګر پوهنتون لیلیې او د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې ناسته ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح کوله.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د خالي بستونو لپاره د مرکه یي آزموینې بهیر ترسره شو

د ارزاقو امارتي شرکت مرکزي دفتر د دوو څلورم بستونو او د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند د یوه پنځم بست د ډکولو په موخه څه موده وړاندې تحریري آزموینه اخیستل شوې وه. د یادې آزموینې د. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all