د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سره وکتل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۵۲
T

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس ښاغلي مولوي عبدالرازق رفیع د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر ښاغلي الحاج مولوي عبدالاحد فضلي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
دغه لیدنه، تېره ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر په کاري دفتر کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د ارزاقو امارتي شرکت لپاره د ټکنالوژۍ سیسټمونو د جوړولو، پراختیا او د اړوندو همکاریو په پراختیا بحث او نظرونه شریک شول.

په دې ناسته کې د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ اړوند موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول او دواړو لورو د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

همدارنګه، د ارزاقو امارتي شرکت د ټکنالوژیکي سیسټمونو د رامنځته کولو او لا ښه والي په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیاوو ټینګار وشو.

د غونډې په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب ترڅنګ به ګډو همکاریو او همغږۍ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۵
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د زابل پوهنتون لیلې او د معتادینو روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې، د زابل ولایت پوهنتون لیلیې او د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.

په دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د هلمند ولایت پوهنتون استادانو ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو خدمتونو ته د ژمنتیا او د مسوولیتونو د ترسره کولو په موخه؛ تېره ورځ د هلمند ولایت پوهنتون مسافرو استادانو ته ۱۴ قلمه خوراکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all