د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه
د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت په ریاست کې جوړه شوه، چې مشري یې حمیدالله عبداللهي کوله. په یاده غونډه کې د شرکت پر بنسټیزو، سوداګریزو او خدماتي فعالیتونو، مالي موضوعاتو او سوداګریزو پلانونو هر اړخیز بحثونه وشول.
په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت استازي عبداللطیف یوسفزي، د سوداګرۍ وزارت استازي یعقوبي، د مدیره پلاوي غړو، د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع، د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیعالله مجروح، د مالي، تدارکاتو، املاکو، کارکوونکو، سوداګریزو چارو د پراختیا او جایدادونو آمرینو،او د اجرائیې او پلان او پالیسۍ مدیرانو ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. ورپسې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.
د غونډې په اجنډا کې د تېر مالي کال د څلورمې ربعې د عوایدو او لګښتونو د تحقق راپور، د روان مالي کال د لومړۍ او دویمې ربعې د عوایدو او لګښتونو د تحقق راپورونه، د همدې کال د لومړۍ او دویمې ربعې د سوداګریزو پلانونو د تحقق راپورونه او یو شمېر متفرقه موضوعات شامل وو، چې پر یادو موضوعاتو له هر اړخیز بحث او ارزونې وروسته د مدیره پلاوي له لوري تایید شول.
همدارنګه، د شرکت پر مالي موضوعاتو، سوداګریزو فعالیتونو، د کاري بهیرونو د ښه والي او د شرکت د فعالیتونو د لا پراختیا او ودې په موخه هر اړخیز بحثونه ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو خپل نظرونه، وړاندیزونه او رغنده مشورې شریکې کړې.
یاده غونډه د شرکت د لا پرمختګ او د هېواد د ښېرازۍ او ودې لپاره د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.
